د بشرحقونو د څار بنسټ: افغانستان کې ډېری ښځو ته ژوند په بند خونه بدل شوی

لخوا Aamaj News

د بشرحقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ویلي؛ چې افغانستان کې د ډېری ښځو لپاره ژوند په بند خونه بدل شوی.

هیدر بار له فرانس ۲۴ سره په خبرو اترو کې ویلي؛ چې افغانستان له ۲۰۰۱م کال وړاندې تورو شپو ته د ګرځېدو په خال کې دی.

نوموړې زیاته کړې: «که غربي قدرتونو فکر کولو چې داسې نه کېږي، ساده‌ګان وو.»

د بار په وینا؛ په هماغه ډول چې طالبانو ښځو ته امر کړی چې په عامه ځایونو کې دې مخونه پټ کړي، پر ښځینه ویاندویانو یې هم دا امر تحمیل کړی.

د یادونې وړ ده؛ چې هېواد کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، هېواد کې د ښځو په وړاندې سخت قوانین وضع شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ