د بشرحقونو د څار بنسټ د طالب چارواکو پر سفرونو د بیا بندیزونو لګولو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د بشر حقونو د ښځو برخې استازې هیدر بار پر طالب چارواکو د سفر بندیدو بیا پلې کولو غوښتونکې شوه.

نوموړې تېره شپه(سه‌شنبه) د افغانستان بشرحقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنو ته په ځواب کې ویلي: « پر طالب چارواکو د سفر بندیزونو پلې کولو او نورو فعال او عملي کړنو ترسره کولو وخت رارسېدلی.»

بار د یو ټویټ په خپرولو سره د افغانستان په اړه د امنیت شورا له بیانیې څخه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: «ملګرو ملتونو امنیت شورا دا بېړنۍ بیانیه ښه خبر دی، په داسې وخت کې چې افغانستان د هېرېدو په خال کې دی.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو او بشر حقونو د بنسټیزو حقونو د پراخ نقض په تړاو اندېښنه ښودلې.

دوی له طالبانو غوښتي؛ چې ژر تر ژره له هغه سیاستونو او کړنو په شا شي، چې د بشر حقونه او د نجونو او ښځو آزادۍ کموي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ