د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو مشرې، هیدربار د بلخ پوهنتون په لیلیه کې د ښځینه زده کړیالانو پر لاریون د طالبانو د بندیز په غبرګون کې د آماج ټویټ په بیا خپرولو سره ویلي چې طالبان د ښځو له غږونو ویره لري.
اغلې بار نن (دوشنبه د تلې ۱۱مه) لیکلي: «کله چې تاسو زده کړیالانې د دوی د چوپتیا لپاره په لیلیه کې بندوﺉ، ښيي چې تاسو د ښځو له غږونو څومره ویره لرئ.»
دا په داسي حال کې ده چې نن سهار طالبانو په بلخ پوهنتون کې د ښځینه محصلینو د لاریون د مخنیوي په موخه د لیلیې او د پوهنتون د وتلو دروازې وتړلې.
د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر زده کړیالانې د طالبانو له خوا نيول شوي دي .