د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولي وایي، چې دې ټولنې د نړیوال بانک استازي ملنډا ګوډ په شتون کې له څه باندې ۲۵ سوداګرو سره د افغانستان خصوصي ستکور غوښتنو او ستونزو په اړه خبرې اترې کړي دي.
یادې استازولۍ نن (شنبه د سلواغې ۸مه) په یو ټوېټ کې لیکلي؛ چې د بانکدارۍ، د ښځو د کار، سیمهییزو همکاریو، برېښنا او له دې هېواد د مغزونو تېښته له هغه عمده ستونزو دي، چې په دې ناسته کې خبرې پرې شوې دي.
د اروپایي ټولنې په خبره برېښنا، د بانکي نظام کړکېچ، د کدرونو تېښته او د ښځو د کار حق مخنیوی افغانستان کې د خصوصي سکتور په وړاندې عمده ستونزې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبان واک ته رسېدو وروسته، د دې هېواد اقتصاد له پرځېدو سره مخ شو.
اوسمهال د دې هېواد څه باندې نیم وګړي له لوږې سره مخ شوې دي او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. بل پلو هېوادوال او خصوصي شرکتونه پلازمینه کې د برېښنا له دوامداره پرچاوۍ شکایت لري.