د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد نن د کابل لویدیځ کې د هزارګانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل؛ د عمومي عفوې سمبالول ساده کړنه نه وه، ځکه زموږ ځواکونه ځوانان دي او شاید د انتقام قصد به یې درلود؛ خو موږ دا وضعیت په ښه ډول سمبال کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ لومړنۍ کړنه چې د هزاره خلکو لپاره به یې کړو، د بامیانو هغه خلک چې مغارو کې ژوند کوي، را بهر کوو او ښارګوټی ورته جوړو.
مجاهد خپلو خبرو کې د اشغال پای ته په اشارې سره وایي اشغال پای ته ورسېد، له دې وروسته د هېواد د رغونې جهاد پیلوو او زموږ اقتصاد به تر شپږ میاشتو کم وخت کې رشد وکړي.
نوموړی وایي نجونې دې ډاډه اوسي چې ښوونځي یې پیلېږي، موږ د اسلامي اصولو او ملي منافعو سره سم د یو میکانیزم جوړولو په هڅه کې یو، تر څو د نجونو ټول ښوونځي او پوهنیز مرکزونه پرانیستل شي.
په ورته وخت کې د اهل تشیع خلکو په استازولۍ د افغانستان ملت حزب مشر جعفر مهدوي په یاده غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل: هزاره خلک د هېواد ټولو ولایتونو او جبهو کې د طالبانو له محاهدینو سره ونه جنګېدل، نه یوازې چې ونه جنګېدل بلکې له طالبانو یې ستاینه هم وکړه.
نوموړی په یاده غونډه کې چې له طالبانو څخه د ملاتړ لپاره د کابل په لویديځ کې جوړه شوې وه؛ زیاته کړه: «له ګمرکاتو څخه د پیسو راټولول برخه کې د اسلامي امارت د درې میاشتو کار، د غني د حکومت د پینځو کالونو کار سره برابر دی.»