طالبانو په بامیان کې دښځینه زده‌کړیالانو په دوکه کولو او ګواښلو سره؛ د حجاب په ملاتړه غونډه جوړه کړې ده

لخوا Aamaj News

په بامیان کې سرچینې آماج ته مني؛ چې طالبان د دغه ولایت په پوهنتون کې د ښځینه زده کړيالانو په دوکه کولو او ګواښلو سره د حجاب په ملاتړه غونډه جوړه کړې ده.

د سرچينې په وینا؛ دغه غونډه تېره ورځ د زده‌کړیالانو په دوکه کولو سره د طالبانو په ملاتړ جوړه شوې.

دغه سرچینه زیاته کړې؛ چې د بامیان د پوهنتون مشرتابه د اسلامي ثقافت پوهنځي ښځینه زده‌کړیانو ته حجاب وېشلي او ويلي یې دي، چې د دغه ولایت والي د دوی سره غونډه لري او ټول باید شتون ولري؛ خو کله چې زده‌کړیالانې د غونډي تالار ته دننه کېږي د طالبانو لخوا ګواښل کېږي چې د غونډي په اړه هیڅ ډول نیوکه او حرکت و نه کړي.

دا په بامیان کې د طالبانو په ملاتړ د ښځو دوهمه غونډه ده؛ چې د طالبانو په دوکې سره ترسره کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ