د بلخاب ترینګلتیا په اړه په بامیانو کې د طالبانو د والي غبرګون: مولوي مهدي د «اسلامي امارت» لاروی دی؛ د تبلیغاتو مه ښکار کېږﺉ

لخوا Aamaj News

پر بلخاب باندي د څو خواوو د برید لپاره د طالبانو د چمتووالي د راپورونو د خپرېدو وروسته؛ په بامیانو کې د طالبانو والی دا موضوع رد کړې او هغه یې «دسیسه» او «شایعات» بللی دی.

د بامیانو والی، عبدالله سرحدي په یوه بیانیه کې ویلي چې د طالبانو د مرکزي حکومت او د دوی هزاره تبار قومندان، مولوي مهدي تر منځ هیڅ ستونزه نشته.

په دغه بیانیه کې راغلي: «د بامیان او نورو ولایتونو عزت‌مند او آګاه خلک دي پوه وي چې د ناسم تبلیغات او دغه ډول له واقعیته لیري فضا جوړوني تر تاثیر لاندي ولاړ نه شي، جې ګواکې د اسلامي امارت د حکومت او مولوي مهدي تر منځ ترینګلتیا رامنځته شوې او له دې کبله حکومت د هغه د نیولو لپاره له څو ولایتونو څخه بلخاب ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه استولي دي.»

د بامیانو والي په دغه بیانیه کې چې اصلي مخاطبین یې د بامیان خلک دي، د مولوي مهدي سره ترینګلتیا داخلي او بهرني «دسیسه» بللې او ټینکار یې کړی چې خلک دي نباید د «مقاومت جبهې غوندي، د پنجشېر جبهې اړوند مزدورو رسنیو او ټولنیزو شبکو د درواغو، بې بنسټو او منافقانه تبلیغاتو، ښکار شي.»

د بامیانو د والي په بیانیه کې یادونه شوې: «مولوي مهدي مجاهد د اسلامي امارت د یو نوموتي قومندان او مجاهد په توګه د مرکزي حکومت څخه په پیروي، د اړیکو دوام او د امنیت ټینګښت او د هیواد ملي ګټو ته ژمن دی.»

دغه بیانیه د بامیانو د والي لخوا په داسې حال کې خپریږي چې په وروستیو ورځو کې دطالبانو لخوا څو پلاوي بلخاب ته استول شوي او له مولوي مهدي څخه غوښتي چې کابل ته راشي او د ښار جوړوني وزارت معینیت ومني؛ خو د مولوي مهدي له منفي ځواب سره مخ شوي دي.

همدارنګه په دې وروستیو کې د پر بلخاب باندي د طالبانو د تدارک او چمتووالي راپورونه په مختلفو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په همدې حال کې له بلخاب څخه تازه خپرې شوي ویډیوګان ښیي چې خلک د مولوي مهدي ملا تړي؛ خو د دغو ویډیوګانو د ثبت کره تاریخ نه دی څرګند.

له یوې خوا د مولوي مهدي مرستیال، ستار احمدې تېره ورځ (شنبه) رسنیو سره په اړیکه کې ویلي چې نه طالبانو د بلخاب په وړاندي کوم پوځي خوځښت ښودلی او نه هم دوی د طالبانو په وړاندي کومه پوځي طرحه په لاس لري.

هغه زیاته کړې: «هیله مند یو چې د طالبانو او مولوي مهدي ترمنځ اختلافات د خبرو له لاري حل شي.»

د مولوي مهدي مرستیال که څه هم د دواړو لورو پوځي خوځښت ردوي؛ خو اختلاف تایدوي.

له بلي خوا، د طالبانو مرکزي حکومت تر اوسه له مولوي مهدي سره د خبرو له لاري د ستونځو پر حل او پوځي ګزینې څخه پر ډډه ټینګار کړی.

له بلي خوا، داسي ښکاري چې د شیعه ګانو د علماوو شورا ته مراجعه او له دغه ادرسه د یو مذهبي پلاوي استول هم په همدې لامل تر سره شوی.

مولوي مهدي په تېرو څو کلونو کې تل په مرکزي غرنیو سیمو کې د طالبانو یو غوښتلی پوځي بازو و، د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د لږي مودې لپاره د بامیان ولایت د استخباراتو رییس په توګه و ګومارل شو؛ خو له څو میاشتو وروسته ګوښه او خپل زېږندځای بلخاب ته واستول شو.

بلخاب د افغانستان په شمال کې سټراټیژیکه ولسوالي ده چې د طالبانو د رژیم په تېره دوره کې هم په بشپړه توګه د دوی تر ولکې لاندي نه وه راغلې او اوس هم د مولوي مهدي او د هغه د نژدې ٥٠٠ وسلوالو تر ادارې لاندي ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ