په بامیان کې د طالبانو د استخبارات ریاست مرستیال یو «په زنا تورن» کس له زندانه وتښتاوه

لخوا Aamaj News

په بامیان کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخبارات ریاست مرستیال، مولوي عبدالرووف د بامیان مرکز اړوند د دره سادات روغتیایي مرکز لپاره د دغي ډلي پخوانی آمر، برهان الله بیکزاد چې د «بالفعل زنا» په تور نیول شوی و، له زندانه تښتولی او خوشي کړی یې دی.

د سرچینو په وینا، برهان الله بیګزاد چې مخکې د «بالفعل زنا» په تور د طالبانو لخوا نیول شوی و د استخباراتو ریاست مرستیال، مولوي عبدالرووف له نږدې خپلوانو او په بامیانو کې د طالبانو د پوهني ریاست، مولوي اسلام الدین عثماني له کلي او خپلوانو څخه دی.

په بامیانو کې ځایي طالب چارواکي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نږدې شل ورځي وړاندې، د بامیانو د پوهني ریاست د تعلیمي نظارت غړی، بشیر حیدري او د بامیانو د مرکز اړوند د دره سادات روغتیایي مرکز لپاره د طالبانو آمر، برهان الله بیکزاد، د ښوونکي د بست په پلمه پر یوې ځوانې نجلۍ د «زنا د فعل سر ته رسولو» په تور د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی وو چې برهان الله بیګزاد په بامیانو کې د طالبانو د استخبارات ریاست د مرستیال په مرسته له زندانه تښتول شوی او خوشي شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ