په بامیانو کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان را ځوړند کړ

لخوا Aamaj News

په بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وايي؛ چې د یاد ولایت ورس ولسوالۍ کې د زهرا په نوم یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان را ځوړند کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.

دا پېښه تېره ورځ ( جمعه، وري ۱۲مه) مازیګر مهال د ورس ولسوالۍ په «اورال سرخ جوی» سیمه کې شوې.

د سرچینې په وینا؛ یاده نجلۍ د ښوونځي دولسم ټولګي زده کوونکې وه او تمه وه چې د کانکور آزموینه ورکړي.

د یادې پېغلې د ځان وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده. په بامیانو کې طالب چارواکي داپېښه مني.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ