سرپل کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د یاد ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د مولوي مهدي ځواکونو پر پوستو بریدونه له څو ساعته دمې وروسته بیا پیل کړي.
د سرچینې په وینا؛ د تېرې ورځې (جمعه د چنګاښ درېیمې) په نښتو کې ۱۴ طالبانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ کسان نور ټپیان شوي.
سرچینه وایي چې طالبانو د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوال له دې امله وژلی چې ښه جګړه یې نه ده کړې.
سرچینه زیاتوي چې د تېرې ورځې په نښته کې د مولوي مهدي هم دوه کسان وژل شوي او څلور کسان نور ټپیان شوي.
دا په داسې حال کې ده چې بلخاب کې د طالبانو جګړه درېیمې ورځې ته غځېدلې. د مولوي مهدي ځواکونه وایي چې تر اوسه یې د طالبانو څو تهاجمي بریدونه په شا تمبولي او دوی ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو طالبانو تر اوسه د بلخاب د جګړې په اړه هېڅ هم نه دي ویلي.
3 تبصرې
There is definately a lot to find out about this subject. I like all the points you made
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.
I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest.