سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د مولوي مهدي د ځواکونو په وړاندې بیا ځلې له ځمکې او هوا جګړه پیل کړې.
سیمهییزې سرچینې زیاتوي؛ چې یاده ولسوالۍ کې د طالبانو او مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ د نښتې په دویمه ورځ، د طالبانو مرګ ژوبله ۲۰ وژل شویو او ۴۰ ټپیانو ته لوړه شوې.
د سرچینې په وینا؛ د یادو نښتو په ترڅ کې بلخاب کې مولوي مهدي له ځواکونو درې کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې نن سهار د «قوم کوتل» په سیمه کې سخته نښته بیا ځلې پیل شوه.
بل د سرچینو په وینا؛ طالبانو بلخاب ته ټولې غځېدلې مواصلاتي لارې بندې کړې دي او هېچاته حتی ملکي وګړو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو تېره ورځ د سرپل ولایت پر بلخاب ولسوالۍ برید وکړ او اوس هم نښته روانه ته؛ خو د مولوي مهدي خپلوان ادعا کړي چې تر اوسه یې په څو سیمو کې برید په شا تمبولی او د طالبانو څو موټر او هاموې یې ویجاړ کړي او یا په غنیمت نیولي.
د طالبانو د پوځ رییس قاري فصیحالدین فطرت او د هرات او بلخ قول اوردوګانو قومندان چې سرپل کې دي؛ د نښتې رهبري په لاس کې لري.