د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ د طالبانو له برید وروسته، د هزاره ګانو نړیوالې شورا په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د د هزاره ګانو د نسل وژنې له احتمال اندېښنه ښودلې.
د هزاره ګانو نړیوالې شورا په یوه بیانیه کې ویلي چې که جګړه پراخه شي، پر ملکي وګړو به یو له ناورین ډک انساني لګښت پرې شي.
یادې شورا زیاته کړې؛ چې طالبان د هزاره ګانو پر جوماتونو، روغتونونو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو باید برید لپاره غواړي بلخاب ته دننه شي.
په یاده بیانیه کې راغلي: «زموږ وېره دا ده چې د تاوترخوالو او نښتو په ډېرېدو سره، بلخاب کې د طالبانو لخوا د هزاره ټولنې په وړاندې یوه بله نسل وژنه په لاره وي.»
د هزاره ګانو نړیوالې شورا د طالبانو لخوا په بېړني ډول د ټولو ملکي وګړو په ځانګړي ډول د هزاره ګانو په وړاندې د تاوتریخوالي درېدو غوښتنه کړې.
دغه شورا ویلي: «په داسې بېړني وخت کې د نړیوالې ټولنې لپاره اړینه ده چې خپل پام هغه پېښو ته واړوي چې بلخاب کې پېښېږي او د طالبانو لخوا جګړې، تاوتریخوالي او پر ملکي وګړو برید ته پام واړوي، هغه څه چې د بشر حقونو نقض او پراخو جنایتونو لامل کیدای شي.
دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې بلخاب کې جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده.
بل د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو دویم ځلي واک ته رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر ولایتونو کې څه باندې ۴ زره هزاره ښاریان اجباري کډو ته اړ شوي.