په جنوب کې د طبیعت قهر، شمال کې د طالبانو لښکر جوړونه؛ د بلخاب وضعیت د چاودنې ټکي ته رسېدلی

لخوا Aamaj News

له بلخاب څخه د خپل هزاره خواشیني قومندان مولوي مهدي ویستلو لپاره د طالبانو د خبراترو له ماتې وروسته؛ د افغانستان په شمال کې سرچینې آماج ته وایي چې وضعیت د چاودنې ټکي ته رسېدلی او هره شېبه د نښتې پېښېدو امکان شته.

یاده سرچینه وایي چې تقریباً سرپل ته د دننه کېدو په هره لاره د طالبانو تر خولې مسلح ځواکونه له زرهي ټانګونو سره ځای پر ځای شوي.

د سرپل ولایت له سانچارک ولسوالۍ څخه یوه سرچینه آماج ته وایي چې یاده ولسوالۍ کې سلګونه طالبان ځای پر ځای شوي او ټول پښتانه دي.

په ورته وخت کې د بلخ له زاري ولسوالۍ څخه سرچینې آماج ته ویلي چې طالب ځواکونه په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي او د امرخ له لارې بلخاب ته د دننه کېدو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې له جوزجان څخه هم یوه سرچینه آماج ته وایي چې تېره ورځ د یاد ولایت له مرکز څخه د طالبانو یو کاروان تېر شوی او د سرپل په لور یې حرکت کړی.

د افغانستان په شمال کې له فاریاب ولایت څخه سرچینې آماج ته دا مني چې پښتنو طالبانو یو کاروان د سرپل په لوري حرکت کړی.

په ورته وخت کې له بامیان، غور او سمنګان ولایتونو څخه هم سرچینې آماج ته وایي چې طالب جنګیالي د بلخاب جګړې ته د تګ لپاره د ځواکونو چمتو کولو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې مولوي مهدي ته یوه نږدې سرچینه وایي چې دوی هم خپل اړین چمتوالی نیولی او مولوي مهدي د بلخاب له ځینو مشرانو سره په لیدنه کې د طالبانو په وړاندې د درېدو اجازه اخیستې او ځواکونه یې د یادې ولسوالۍ په حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شوي.

د تېر حکومت د کومانډو یو قومندان چې اوس د مقاومت جبهې غړی دی اماج ته یې ویلي؛ چې د بلخاب جغرافیه د پنجشېر په پرتله ډېره خطرناکه ده او په ټوله مانا د یوې چریکي جګړې د پلان له جوړولو سره په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو بریا ناشونې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مولوي مهدي په ملاتړ یو شمېر جنګیالي له بامیان او غزني ولایتونو څخه هم بلخاب ته دننه شوي او د طالبانو په وړاندې د جګړې پوره چمتوالی یې نیولی.

بلخاب کې صف جوړونه داسې حال کې د چاودنې ټکي ته رسېدلې چې طالبان د خپلې تېرې واکمنې پر مهال هم نه وو توانېدلې یاده ولسوالي په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راولي او اوس هم دا ولسوالي د مولوي مهدي تر کنټرول لاندې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ