د بلخاب صف‌جوړونه؛ قاري فصیح‌الدین بامیانو ته سفر وکړ

لخوا Aamaj News

د طالبانو او مولوي مهدي ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتېدو او له خپل دغه هزاره قومندان سره د طالبانو هوکړې ته له نه رسېدو وروسته د طالبانو د پوځ قومندان قاري فصیح‌الدین فطرت بامیانو ته سفر وکړ.

که څه هم د طالبانو دفاع وزارت وایي چې یاد سفر کې قاري فصیح‌الدین ته د یاد ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره د لیدنې او ښه خدمت کولو هدایت ورکړل شوی؛ خو داسې برېښي چې بامیانو ته د قاري فصیح‌الدین د سفر موخه د مولوی مهدي په وړاندې د طالب ځواکونو سمبالول دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ د قم کوتل په سیمه کې د طالبانو او مولوي مهدي ترمنځ له لنډې نښتې وروسته، د بلخاب د محاصرې کړۍ تنګه شوې.

بل پلو د افغانستان خلکو د یوالي اسلامي ګوند رهبر محمد محقق ویلي؛ چې طالبانو له مولوي مهدي سره د مقابلې لپاره د زرد سنګ، شلونګ، دره صوف او د ترپچ په سیمه کې ځواکونه ځای پر ځای کړي.

بل پلو مولوي مهدي ته یو نږدې کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې طالبانو خپلو خبرو اترو کې یوازې یوه غوښتنه درلوده او هغه هم تسلیمېدل وو. دغه سرچینه چې اوس بلخاب کې د مولوي مهدي تر څنګ ده زیاتوي چې د دوی په قاموس کې تسلیمېدل نشته او له جګړې وروسته هر ډول پایله به د طالب رهبرانو پر غاړه وي.

په ورته وخت بلخاب کې ولسي سرچینو یاده ولسوالۍ کې وضعیت فوق‌العاده بللی او د یادې ولسوالۍ په حساسو سیمو کې د مولوي مهدي د کسانو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي. دوی وایي د یو پوځي مخ کېدو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی.

طالبانو په بلخاب کې د جګړې درولو لپاره له یوې اونۍ راپدېخوا شیعه عالمانوو ته مخه کړې؛ خو ظاهراً داسې برېښې چې هڅو یې کومه پایله نه درلوده.

بلخاب د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې یوه استراتېژیکه ولسوالي ده. طالبان د خپل تېر حاکمیت په وخت هم نه وو توانېدلي چې دا سیمه په بشپړ ډول ونیسي او اوس هم دا ولسوالي د مومولي مهدي تر واک لاندې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ