د ځان‌وژنو د شمېرو ډېرښت؛ ارزګان او بلخ کې دوه تنو ځان‌وژنه کړې

لخوا Aamaj News

ارزګان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت چوره ولسوالۍ کې یو ځوان په وسلې سره ځان‌وژنه کړې او ژوند یې پای ته رسولی دی.

ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند احسان‌الله حماس وایي، چې دې ځوان احمدالله نوم درلود او تېره ورځ (شنبه د سلواغې ۸مه) یې د چوره ولسوالۍ په «قلعه راق» سیمه کې ځان‌وژنه کړې ده.

د نوموړي په وینا دا ځوان لومړی ټپي او د ترینکوټ روغتون ته له لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.

ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند د دې ځوان د ځان‌وژنې لامل کورني تاوتریخوالي بللي دي.

بل پلو بلخ کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي؛ چې د دې ولایت کلدار ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک ځان‌راځوړند کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند د دې ځوان نوم فضل‌الرحمن ښودلی دی. وزیري ویلي؛ چې نوموړي تېره شپه (شنبه د سلواغې ۸مه) ځان‌وژنه کړې ده.

د وزیري په وینا فضل‌الرحمن د کندز ولایت د «قلعه زال» ولسوالۍ اوسېدونکی وو او د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ په «قرن طوغي» سیمه کې یې کارګري کړله.

نوموړی وایي دې ځوان د خپل کار د صاحب په کور کې ځان راځوړند کړی دی.

د دې ځوان د ځان‌وژنې لامل تر اوسه څرګند نه دی.

رواني ناروغۍ، کورني تاوتریخوالي او د بد اقتصادي وضعیت له امله روحي فشارونه افغانستان کې د ځان‌وژنو یو لامل بلل کېږي.

په ورته وخت د طالبانو واک ته رسېدو وروسته هېواد کې د ځان‌وژنو کچه په بې‌مخینې ډول لوړه شوې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ