مزارشریف ښار کې سرچینې آماج ته وایي چې یوه ځوانه نجلۍ د دې ښار نهمه ناحیه کې د ناپېژنده وسلوالو لخوا وژل شوې ده.
د سرچینې په وینا نوموړې نن (دوشنبه د لېندۍ ۷مه) د بلخ مرکز مزارشریف ښار نوآباد سیمه کې وژل شوې ده.
د سرچینې په خبره دا نجلۍ حبیبه رحیمي نومېده او مرمۍ یې په سر لګېدلې ده.
د یادې ځوانې نجلۍ د قتل انګېزه لا نه ده مالومه شوې.
بلخ کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.