بلخ کې د طالبانو امنیتي مسوولین دې ولایت کې د یو کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون د اوه تنو له وژل کېدو خبر ورکوي.
بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي؛ چې دا پېښه تېره شپه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په «جرقعله» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا وژل شویو کې څلور ماشومان او دوې ځوانې ښځې هم شتون لري.
بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي؛ چې ناپېژنده وسلوالو کسان د شپې لخوا د دې کورنۍ کور ته دننه شوي او وروسته یې د دې کورنۍ ټول غړي په ډزو وژلي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې کورنۍ د غړو د قتل انګېزه مالومه نه ده؛ خو د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
1 تبصره
Very nice post. I just stumbled upon your blog and wanted to say that I’ve really enjoyed browsing your blog posts. In any case I’ll be subscribing to your feed and I hope you write again soon!