بریتانیا کې د جنرال باجوه اعصاب خرابول؛ بلخي ځوان ولې ځان پنجشېری وبللو؟

لخوا Aamaj News

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ له یو کلنۍ سره په ورته وخت، منصور سعادت چې تازه د بریتانیا سندهرست شاهي اکاډمۍ څخه فارغ شوی دی وایي چې راتلونکی ګونګ دی؛ خو د طالبانو په وړاندې مبارزه دوام لري.

نوموړی له آماج سره په خبرو کې وایي د «پنجشېر له نوم» څخه د دوښمنانو د وېرې او هغه وسلواله مبارزې له امله چې یاد ولایت کې د طالبانو په وړاندې شتون لري؛ د فراغت په پزوګرام کې یې کله چې د پاکستان د پوهځ مشر له نوموړي وپوښتل چې د افغانستان د کوم ځای یې، د دې سربېره چې د زېږون ځای یې بلخ دی نوموړپ ویلي چې د پنجشېر دی.

نوموړی وایي: «کله چې جنرال باجوه د بریتانیا د شاهي اکاډمۍ د فراغت په پروګرام کې ګډون کړی وو ویې پوښتلم چې د افغانستان د کوم ځای یې، که څه هم د زېږون ځای مې بلخ دی؛ خو پنجشېر د دوښمنانو د سترګو څېروونکی تېغ دی، ومې ویل د پنجشېر یم، په مټه مې یې لاس ووهلو، عکس‌العمل یې د لیدو وړ وو.»

نوموړي د آماج د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا بېرته هېواد ته را ستنېږي یا نه وویل: «له هغې ډلې سره چې زموږ ۷۰ زره همسنګران یې شهیدان کړي ورسره بېرته وطن ته د ګرځېدو بحث او له طالبانو سره همکاري ملي خیانت او زموږ ارزښتونو ته خیانت دی.»

سعادت زیاتوي: «له نورو پخوانیو همکارانو او پخوانیو پوځیانو سره په اړیکه کې یم او پر یو پروګرام کار کړو تر څو څنګه وکولی شو د طالبانو په وړاندې ګټوره مبارزه پیل کړو.»

نوموړی وایي چې طالبان ترهګره ډله ده، په سوله او د خلکو اراده باندې باور نه لري. د نوموړي په وینا په تېر شل کالونو کې د افغانستان د سولې خبرې اترې د دې ښکارندویي کړي چ طالبان د آشتي غوښتونکي نه دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

یو نظر پریږدئ