د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوا بلجیم ته په رسمي سفر تللی دی. او د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، قمر جاوید باجوا د اروپا د بهرنۍ عملې خدماتو له سکرتر جنرال اسټیفانو سانینو او د اروپایي ټولنې د پوځي کمېټې له مشر کلودیو ګرازیانو سره وکتل.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د سیمې پر عمومي امنیتي وضعیت، د افغانستان پر روان وضعیت او د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وشوې.
له بلې خوا د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ غړو په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ پر ضد یو لړ بریدونه پیل کړي دي. په دغو بریدونو کې د پاکستان د پوځ زیات شمېر سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز دا سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پولې ته څېرمه د تاوتریخوالي د ځپلو هڅه کوي.