بهرامي: تر هغې چې افغانستان کې افراطي ډلې آزاد فعالیت ولري، هېوادونه اندېښمن وي

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د ایران پخواني سفیر د پاکستان پېښور کې د تېرې ورځې ځان‌مرګي برید په غبرګون کې ویلي، تر هغې چې افراطي ډلې په افغانستان کې د امنیت احساس کړي، نه یوازې پاکستان؛ بلکې ټول هېوادونه باید اندېښمن وي.

محمدرضا بهرامي (سه‌شنبه د سلواغې ۱۱مه) یو ټوېټ کې لیکلي: «تر هغې چې افغانستان کې د طالبانو تر څارنې لاندې غیر بومي افراطي ډلې د امنیت احساس او د فعالیت آزادي ولري، نه یوازې پاکستان؛ نور هېوادونه هم باید اندېښمن وي.»

د نوموړي په وینا، دا چې کوم افراطي بهیر لکه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) یا نورې ډلې د دې برید عاملین وو، کلیدي ټکی نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پېښور یو جوامات کې د ځان‌مرګي برید له امله ۱۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شول. د دې پېښې تر ټولو ډېر قربانیان د پولیسو افسران وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ