د افغانستان آزادۍ جبهه د یو لړ ویډیوګانو خپرولو سره وایي چې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ باندې د دوی د موشکي بریدونو په پایله کې؛ ۶ طالبان وژل شوي او ۲ کسانو نور یې ټپیان شوي.
یادې جبهې نن (سه شنبه د چنکاښ ۱۴مه) د یو لړ ویډیوګانو خپرولو سره یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان آزادۍ جبهې مبارزینو تېره شپه د ۱۴۰۱ کال چنګاښ میاشتې ۱۴ مه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند د بګرام هوایي ډګر باندې موشکي برید وکړ چې په پایله کې یې ۶ طالبان وژل شوي او دوه کسان نور یې ټپیان شوي.»
آزادۍ جبهې زیاته کړې؛ چې د یاد برید په پایله کې د افغانستان ملي اوردو ځواکونو یو موټر چې د طالبانو واک کې وو هم له منځه تللی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې هم د آزادۍ حبهې ادعا کړې وه چې د کاپیسا ولایت لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند قاضي خیلو سیمه کې د طالبانو پر قرارګاه د دوی د برید په پایله کې؛ اته طالبان وژل شوي او ټپیان شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.