په بغلان کې د مقاومت کوونکو لخوا د طالبانو د بیرغ کښته کولو څخه د ملا یعقوب ناخوښي

لخوا Aamaj News

ملا محمد یعقوب مجاهد د مقاومت جبهې د ځواکونو لخوا دبغلان د خوست ولسوالۍ په خاوش دره کې د طالبانو د بیرغ کښته کولو په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

د طالبانو دفاع وزیر په ټولنیزو شبکو کې په یو خپور شوی غږیز پیغام کې ویلی، کله چې مشران خپلو مسولیتونو ته ښه متوجه نه وي دا ډول پېښي رامنځته کیږي.

نوموړی همدارنګه له طالب مشرانو نه یې شکایت کړی چې په مبارکۍ او د حج په مراسمو بوخت دي او مقاومت کوونکي د بغلان په خاوش کې د طالبانو بیرغ کښته کړی دی.
د ملا یعقوب شکایت له طالب مشرانو څخه په داسي حال کې کیږي چې د راپورونو له مخي د طالبانو ١٠٧ چارواکي په ډلییز ډول د حج د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی.

نوموړی زیاته کړې: «هرڅوک باید خپل مسولیت وپېژني او بې ځایه وعدې او ډاډ ورنکړي. مسولیت دی که یې نشي کولی بل څوک ته دي وسپاري.»

د طالبانو دفاع وزیر زیاته کړې ده: «اختر راغی یو خپل کور ته روان دی، یو حج ته تللی، دا زموږ مسولیت دی، باید یې په جدي ډول سرته ورسوو.»

دا په داسي حال کې ده چې د مقاومت جبهې تېره اونۍ کې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې پوستې او دوو سیمو د نیولو خبر ورکړی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ