د ازادۍ جبهه: په بغلان کې زموږ له ځواکونو سره په نښته کې ۱۱ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده

لخوا Aamaj News

د ازادۍ جبهه ادعا کړې، چې د طالبانو او د دغي جبهې د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره آماج ته وايي، دغه نښته د بغلان ولایت د خوست فرنګ ولسوالۍ په خاوش دره کې د طالبانو او ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ شوې ده.

د ازادۍ جبهه زیاته کړې چې طالبانو پرون (جمعه) د آبنو په کلي کې د ازادۍ جبهې پر دوو قرارګاوو بریدونه وکړل، او دغي نښتې نن تر غرمې وروسته دوام درلود.

په خبرپاڼه کې لیکل شوی: «طالبان له ماتې وروسته او د مرګژوبلي په منلو سره په شا تمبول شوي او د سیمې اوسیدونکو د لومړني راپورونو له مخي ۷ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان یې د ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړي او د ازادۍ جبهې ځواکونه خپلو اصلي سیمو ته بیا مېشت شوي او د دغې وحشي ډلې پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالب ځواکونو او مخالفو جبهو تر منځ د هیواد په بېلابېلو سیمو کې نښتي زور اخيستي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ