بغلان کې درې طالبان د خپلمنځي نښتې په پایله کې وژل شوي

لخوا Aamaj News

په بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې د یاد ولایت برکه ولسوالۍ د طالب ځواکونو خپلمنځي نښتې په پایله کې درې طالبان وژل شوي.

د سرچینې په وینا؛ د عبدالرحیم په نوم د طالبانو یو اُزبېک غړي خپل درې ملګري چې له پښتون قوم څخه وو، د بغلان ولایت برکه ولسوالۍ په ګرداب جمالي کلي کې په ډزو سره وژلي. سرچینه زیاتوي؛ چې یاده پېښه کې د یادې قرارګاه قومندان ټپي شوی.

سرچینې زیاته کړې؛ چې یاده پېښه له هغې وروسته چې پښتنو طالبانو په سیمه کې پر یوه اُزبېکه ښځه ډله‌ییز جنسي تیری وکړ، رامنځته شوه.

یادې سرچینې ویلي؛ چې عبدالرحیم له سیمې څخه د تېښتې پر مهال د طالب ځواکونو لخوا نیول شوی.

په بغلان کې طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې