په بغلان کې ولایتي سرچینې وایي چې د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو د یو کان نړېدلو له امله د یاد کان څه باندې ۱۰ کارکوونکو ژوند له لاسه ورکړی.
د سرچینې په وینا؛ دا يېښه تېره شپه د “چنارک” ډبرو سکرو په یوه سمڅه کې پېښه شوې.
سرچینې زیاته کړې؛ چې فني ټیم تېره شپه ناوخته څه باندې لس کسان ژغورلي او د وژل شویو کسانو مړي هم بیرون را وېستل شوي.
د راپورونو پر بنسټ؛ د یادې پېښې لامل “طبیعي پېښې” ښودل شوې.