د بغلان سختو نښتو ته د مقاومت جبهې غبرګون: د هغو لپاره چې د غلامۍ پر ځای یې آزادي ټاکلې؛ د بریا سهار نږدې دی

لخوا Aamaj News

د مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي نن “شنبه، د سلواغې ۹مه” په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېرو اتیا ساعتونو کې د بغلان په خوست باندې د طالبانو په بریدونو کې، د طالبانو ځانګړې قطعې ۳۱ جنګیالي وژل شوي او څه باندې ۱۹ کسان نور ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا “طالبانو د خپلو ماتو له امله په وحشیانه ډول، د ملکي وګړو نیولو، ځورولو او حتا وژلو باندې لاس پورې کړی.”

احمدي وایي؛ چې د طالبانو دغه کړنې، د دوی له خوا په مکرر ډول د بشري حقونو د نقض د بازار بله نمونه ده.

احمدي په دوام کې لیکلي؛ چې د مقاومت کوونکو د درېدو په لړ کې د نظام تخاري، نورالله محمدي، ذبیح‌الله حکیمي، محمد هارون او مولوي مخدوم بشیر په نومونو پینځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي همداشان څرګنده کړې چې “د هغو لپاره چې د غلامۍ پر ځای یې آزادي ټاکلې؛ د بریا سهار نږدې دی.”
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ