د شمال لارې خونړۍ جګړې؛ آیا بغلانۍ ښځې او ماشومان یرغمل شوي؟

لخوا Aamaj News

د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت ملي جبهې تر منځ د دوه شپو او درې ورځو نښتو وروسته، سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو په دې جګړه کې له ماتې وروسته، د مقاومت جبهې د ځواکونو او پخوانیو پوځیانو کورنۍ یرغمل کړې دي. که څه هم طالبان له دې نښتو څه نه وايي، خو د مقاومت جبهه وايي؛ چې خوست ولسوالۍ کې طالبانو ته سخته ماتې اوښتې ده.

په بغلان کې د مقاومت جبهې یو قومندان، صدیق الله شجاع آماج ته وویل: (چې څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ په چرخ فلک او کرز درو کې په ځای پر ځای شویو ځواکونو باندې د طالبانو له لوري پراخ بریدونه پیل شول، چې طالب ځواکونه څه باندې ۵۰۰ کسانو ته رسېدل، چې د مقاومت ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. دوی جګړه ییزو قوانینو په پام کې نه نیول سره، د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیمې خلک د خپل ځان سپر وګرځول، او وړاندې تګ یې وکړ، چې د یادې نښتې په پایله کې یې ۱۲ طالب جنګیالیو ژوند له لاسه ورکړ.) دغه قومندان چې خپله هم د جګړې په کرښه کې دی، دا منې چې له طالبانو سره په جګړه کې د مقاومت جبهې درې ځواکونو هم ژوند له لاسه ورکړی. نوموړی زیاتوي؛ له دې امله چې طالبانو د مقاومت جبهې د یو شمېر ځواکونو کورنۍ یرغمل کړې وې، دوی اړ شول تر څو ځانونه تسلیم او خپلې کورنۍ وژغوري.

قومندان شجاع زیاته کړې: (دغه نښتو چې درې شپې ورځې د طالبانو او مقاومت کوونکو تر منځ یې دوام درلود؛ طالبانو په بېلابېلو بهانو سیاسي مخالفین او د پخواني نظام ځواکونه د مقاومت کوونکو او د دوی د خپلوانو په نوم موخه ګرځوي او وژني یې او د رسنیو له لارې یې د افغانستان خلکو ته داسې ښایي چې ګواکي دا د مقاومت په صفونو کې و او یا یې له داعش سره اړیکه درلوده.)
دغه قومندان ټینګار کړي؛ چې طالبانو همداشان د پخواني حکومت ځواکونه او د مقاومت کوونکو خپلوان یرغمل کړي او په جګړه کې له دوی څخه د انساني سپر په توګه ګټه اخلي.

په ورته وخت کې د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې د طالبانو جنګي او بشر ضد جنایتونه نه باید په یو عادي امر بدل شي. نوموړي ادعا کړې؛ چې له څو ورځو را په دېخوا طالبانو د بغلان خوست ولسوالۍ اوسېدونکي یرغمل کړي او بې ځایه کړي.

اندرابي زیاته کړې؛ چې طالب ځواکونو او د نړیوالو تروریستانو ډلو د تهاجمي، توپ خانه یي او د سپکو او درندو وسلو په بریدونو سره د بغلان ولایت فرنګ ولسوالۍ لسګونه خلک بې ځایه شوي او څه باندې ۵۰ کسان یې یرغمل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په وسلوالو جګړو کې د ماشومانو او ملکي وګړو سپر کول، د ملګرو ملتونو سازمان په وړاندې جنګي جرم شمېرل کېږي او هېڅوک حق نه لري ملکي وکړي موخه وګرځوي.

له بغلان څخه د مقاومت ځواکونو د استخباراتو یوې سرچینې اماج ته منلې چې تېره شپه طالبانو د پخواني نظام له ځواکونو څخه پینځه کسان د شپې دولس بجې د (فارزو) په سیمه کې له ځان سره بوولي او لا یې له برخلیک څخه خبر نشته.

له دې سره؛ د خوست ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې آماج یې د امنیتي لاملونو له امله نوم نه اخلي، وایي چې د طالب ځواکونو او مقاومت جبهې د ځواکونو تر منځ د نښتې په دویمه ورځ، د طالبانو تر فشار لاندې ځینې قومي مشران د ملي مقاومت ځواکونو یو سنګر ته ورغلل او له دوی یې وغوښتل چې تسلیم شي. خو یوازې د مقاومت جبهې پینځه کسان له یادو کسانو سره د خپلوی د اړیکو درلودلو له امله او د دوی په غوښتنه تسلیم شول. د سیمې د اوسېدونکي په وینا؛ په سنګر کې نورو ځواکونو دې غوښتنو ته رد ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې د هېواد تر آزادۍ پورې به په هر ډول چې وي مبارزه کړي.

د سیمې دغه اوسېدونکی زیاتوي؛ کله چې دغه پینځه کسان د قومي مشرانو په غوښتنه تسلیم شول، یو یې هماغه شېبه په ډزو وویشتل شو. خو د همدې قومي مشرانو په مداخلې سره څلور نور کسان ژوندي پاتې شول.

نوموړي همداشان وویل: (نه یوازې دا چې طالبانو د سیمې خلکو په ځانګړي ډول د مقاومت ملي جبهې د ځواکونو د خپلوانو له کورونو سنګرونه جوړ کړي، بلکې د دوی ډوډۍ او خواړه یې هم د ځان لپاره اخیستي او پر خپلو ځواکونو یې وېشي.)

سرچینې زیاتوي؛ دا جګړې له دې امله چې طالبانو د مقاومت جبهې د ځواکونو خپلوان سپر کړي، د مقاومت جبهې قومندان، بریالی سنګین سیمه خوشي کړې او اوس کومه جګړه دوام نه لري.

د بغلان او پنجشیر ولایتونو ځينې ولسوالۍ د طالبانو له واک ته رسېدو څخه بیا تر اوسه د مقاومت ځواکونو د شتون شاهدانې وي او د یادو ولسوالیو په ځینو ځایونو کې دمقاومت ملي جبهې ځواکونو او طالبانو نښتې هم درلودې چې د مقاومت جبهې د ځواکونو په وینا؛ طالبانو تر اوسه درنه مرګ ژوبله لیدلې. له دې ټولو سره؛ طالبانو څو ځلې د مقاومت جبهې ځواکونو فزیکي شتون رد کړی او ادعا یې کړې، چې جګړه پای ته رسېدلې. خو د احمد مسعود په رهبرۍ د مقاومت ملي جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظری د خپل اروپایي سفر په لړ کې له یوې بلجیمي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې مقاومت جبهه به د ژمي له پای ته رسېدو سره د طالبانو په وړاندې خپل تهاجمي بریدونه پیل کړي. (لی سور) ورځپاڼې له نظري څخه په نقل قول سره لیکلي چې ( طالبان ضعیف او بې نظمه شوي، موږ بیا واک په لاس کې اخلو.)

دغه بلجیمي ورځپاڼې لیکلي؛ چې د احمد مسعود په رهبرۍ د مقاومت جبهې د نړیوالو اړیکو مسوول په خپل اورپایي سفر کې، د اروپایي هېوادونو متقاعد کولو په لټه کې دی، ترڅو د نړیوال ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د دوی ملاتړ وکړي.

پوځي پوهان د طالبانو ضد جنګي جبهو شتون د دوی حکومتوالۍ د راتلونکي لپاره جدي ګواښ بولي. جنګي جبهې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول په اندراب او پنجشیر کې د طالبانو په وړاندې د لا انسجام په حال کې دي.

په ورته وخت کې؛ د آماج خبریال له پرلپسې هڅو سره ونه توانېد په دې اړه د طالبانو د ویاندویانو لیدلوري له ځان سره راواخلي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

auto swiper March 25, 2024 - 6:15 pm

… [Trackback]

[…] Find More on on that Topic: aamajnews24.com/ps/baghlan-4/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ