د بغلان ډبرو سکرو په کان کې د ګاز خپرېدل؛ د درې کارګرو ژوند یې واخیست

لخوا Aamaj News

بغلان کې طالب چارواکو د یاد ولایت ده صلاح ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د درې کارګرو له مړینې خبر ورکړی.

د دوی په وینا، دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه د زمري ۲۷مه) د آلوګک په کان کې د ګاز خپرېدو له امله شوې ده.

یاد چارواکي د دې درې کسانو مړینه غیر معیاري استخراج بولي او زیاتوي چې د صوفونو دننه د استحکام نشتون هم د ډبرو سکرو له کارګرو قرباني اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د نهرین ولسوالۍ د کان درې کارګرو د ګاز نیولو له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ