بغلان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو په ډزو سره یوه ځوانه نجلۍ سخته ټپي کړې ده.
د سرچینې په وینا دا پېښه تېره ورځ (شنبه د زمري ۸مه) د بغلان ولایت خوست ولسوالۍ په چرخ فلک سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په خبره، یادې ځوانۍ نجلۍ له خپل ورور سره له سیند اوبه راوړلې چې د طالبانو د مرمۍ موخه ګرځېدلې.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم تخار کې طالبانو یو امنیتي تم ځای کې پر یوه ځوانه نجلۍ ډزې کړې وې.