د پخواني پوځي ذکرالله اندرابي خپلوان آماج ته وایي چې نوموړی یې د دې له امله چې لاس یې قطع شوی، نیولی.
دوی زیاتوي چې طالبانو ذکرالله تېره ورځ (یک شنبه د زمري دویمه) د بغلان ولایت پلخمري ښار له مرکز څخه نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی.
د ذکرالله خپلوانو ویلي چې نوموړی پخواني حکومت کې د بغلان د لارې کنډک سرتېری وو او درې کاله وړاندې د یاد ولایت چشمه شیر په لاره کې د جګړې په بهیر کې یې لاس ټپي شو چې د یو لاس پرې کېدو لامل یې شو.
دوی زیاتوي چې نوموړی له دوه کالونو را پدېخوا په ټکسي چلولو بوخت وو او له دې لارې یې خپل ژوند مخته وړلو.
د ذکرالله د خپلوانو په وینا؛ کورنۍ یې د خپل زوی برخلیک ته اندېښمنه ده او مور یې په کړکیچن روغتیایي حالت کې ده.
د طالبانو لخوا د عمومي عفوې سربېره، پر افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو را په دېخوا د پخوانیو پوځیانو نیول دوام لري؛ هغه موضوع چې طالبانو تل رد کړې ده او په عمومي عفوه یې ټینګار لري.
1 تبصره
Very nice blog post. I definitely love this site. Stick with it! .