په بغلان کې څو ساعته برید د درو طالبانو او دریو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

لخوا Aamaj News

نن سهار بغلان امنیې قومندانۍ ته څېرمه د طالبانو او وسله والو ترمنځ د څو ساعته نښتي شاهد و.

دغه نښته د ولایت مقام او امنیې قومندانۍ ته څېرمه د زراعت سړک په ساحه کې د سپکو او درنو وسلو په کارولو دام درلود.

سره له دې چې د پېښي په لومړنیو ساعتونو کې بېلابېل روایتونه خپاره شول، ځيني سرچینې د طالبانو له خپلمنځي نښتي خبر ورکړ خو په ورته وخت کې ځایي طالبان له آماج سره په مرکه کې دا پېښه رد کړل او ویې ویل چې ”څو داعشیان“ امنیې قومندانۍ ته څېرمه په یو ساختمان کې ځای پر ځای شوی او له پښو غورځولو لپاره یې هڅي رواني دي.

همدارنګه د ولسي سرچینو په وینا په بغلان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ خوا و شا کې نښته د پلخمري-مزار شریف او پلخمري-کندز د لویو لارو څه باندې یو ساعت بندېدو لامل شو.

د ځایي طالبانو لخوا خپاره شوي انځورونه د نښتي په پای کې یو ویجاړ شوي ساختمان او د بریدکرو جسدونه ښیي.

د سیمه ییزو طالبانو په وینا د نن ورځي په نښته کې ”د داعش ډلي درې غړي“ او درې طالبان وژل شوي دي.

برسېره پردې چې طالبانو په افغانستان کې د داعش فعال نشتون په وار وار ټینګار کړی خو په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته نښتو وروسته، د داعشیانو د وژلو وایي.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

qiyezp.com March 25, 2024 - 3:22 am

ttbslot.com
결국 나는 여전히이 궁중들보다 열등합니다.

ځواب
fpparisshop.com March 27, 2024 - 1:38 pm

otraresacamas.com
情報が豊富で、理解しやすい。とても役に立ちました!

ځواب
sandyterrace.com March 28, 2024 - 8:30 am

veganchoicecbd.com
“폐하의 심장병을 치료하고 싶습니다…”

ځواب

یو نظر پریږدئ