په بغلان کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ملکي کس د رحیم الله په نامه په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په وینا یاده پېښه (دوشنبه، چنګاښ ٢٧مه) د اندراب-پلخمري پر لاره شوې ده.
د سرچينې له قوله رحیم الله د بغلان ولایت ده صلاح ولسوالۍ د قاسان درې و او غوښتل یې پلخمري ته د درملني لپاره ولاړ شي چې پر لاري د طالبانو لخوا له موټر څخه کوز او په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو نوموړی له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور وژلی، په داسي حال کې چې د سرچینې په وینا نوموړي له هیڅ ډلي سره تړاو نه درلود.
دا په داسي حال کې ده چې د سرچینو په وینا، د طالبانو د دفاع وزیر په مشري په اندرابونو کې په ځانګړې توګه په قاسان دره کې د مقاومت جبهې پر سنګرونو د طالبانو سخت بریدونه له ماني سره مخ شوي دي.
د مقاومت جبهې ویلی چې د دغو نښتو په پایله ١٧ طالبان وژل شوي دي. له بلي خوا د راپورونو له مخي د مقاومت جبهې یو قومندان او څلور غړي هم په دغو نښتو کې وژل شوي دي.