بغلان کې ترافیکي پېښې د اووه کسانو ژوند واخیست او ۱۲ نور یې ټپیان کړل

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه کې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۲ کسانو نور ټپیان شوي.

د سرچینې په وینا؛ یاده پېښه تېره شپه د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند د چشمه شېر سیمه کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او یو بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې.

یاد ولایت کې د طالبانو روغتیایي مسوولینو ویلي چې د یادې پېښې د ډېری ټپیانو وضعیت ترینګلی دی او ښایي د یادې پېښې مرګ ژوبله ډېره شي.

د پېښې ډېری قربانیان د موټر بس مسافرین دي، چې د طالب چارواکو په وینا ښځې او ماشومان هم په کې شته.

د یادونې وړ ده چې وروستیو کې هېواد کې مرګونې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو نه پاملرنه او د موټر چلولو د اصولو نه رعایت کول د یادو پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ