بغلان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په یاد ولایت کې د تېر حکومت یو پوځي وژلی.
د سرچینې په وینا؛ طالبانو یاد پوځي د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند قول نوآباد سیمه کې هغه مهال موخه ګرځولی چې ماښام مښال د لمونځ په لور روان وو.
سرچینې ياد پوځي سراجالحق حکیمي نومولی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاد پخوانی پوځي په داسې حال کې وژل کېږي؛ چې طالبان د عمومي عفوه د رعایت کولو ادعا کړي.