بغلان کې د طالبان خپل سري قتلونه؛ طالبانو بغلان کې یو ورور او خور په ډزو وژلي

لخوا Aamaj News

بغلان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي؛ د طالبانو کسانو په یاد ولایت کې یوه خور او ورور په ډزو وژلي.

دا پیښه دوشنبې شپه د بغلان ولایت د فرنګ ولسوالۍ په سوق سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په وینا؛ طالبانو د فرتګ ولسوالۍ په سوق سیمه برید کړی او په پایله کې یې ۲۲ کلن سهراب او ۱۸ کلنه فاطمه د خپلې کورنۍ په وړاندې په ډزو وژلي.

سرچینې څرګندوي؛ چې طالبانو لومړی پر سهراب ډزې وکړې او کله چې یې فاطمې مخنیوی کړلو، طالبانو پر هغې هم ډزې وکړې.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ