د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د پخواني غړي عبدالحفیظ ناظمي خپلوانو آماج ته ویلي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو هغه له ځانه سره وړی او برخلیک یې نه دی معلوم.
د دغه پخواني سرتيري د خپلوانو په وينا، نوموړى د دې ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور نيول شوى دى.
عبدالحفیظ نظامی د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. د هغه د کورنۍ په وينا، تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى او مسووليت يې چا پر غاړه نه دى اخيستى.
طالبان په دې اړه څه نه وايي.
د پوځ د پخواني ځواکونو دا نیول په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د «عمومي بخښنې» اعلان کړی دی.