په بدخشان کې چاودنه؛ د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون ۱۳‌ تنه ووژل شول

لخوا Aamaj News

د بدخشان ولایت سیمه‌ییزو سرچینو آماج‌ ته وایي، چې د طالبانو یوه مشهور قوماندان او بغلان ولایت کې د دې ډلې پخواني امنیه قومندان مولوي صفي‌الله یفتلي او د نبوي جومات د امام قاري احسان‌الله په ګډون ۱۳ کسان د ياد ولایت د مخکنۍ مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، له نننۍ چاودنې وروسته سيمه‌ييزو طالبانو په خپل منځ کې نښتې کړې او فيض آباد ښار بشپړ پوځي حالت خپل کړی او ګډوډي يې حاکمه شوي ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د يفتل څو مشهور مشران هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ