په پروان کې ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه سړي خپل ورور وژلى دى.
د سرچينې په وینا دغه پېښه (جمعه، وږې ۴مه) د پروان ولايت د غوربند سياه ګرد ولسوالۍ په قول خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
تورن کس د خپل ورور له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
سرچينه وژل شوي کس جمشيد نادري یاد کړی او ویلی چې په دې وروستيو کې يې د ښوونکو په ازموينه کې بریالی شوی و.
د دغې وژنې انګېزه کورنۍ ستونزې بلل شوې.
له بلي خوا د بادغيس د ولايتي روغتون چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې يوې بوډۍ مېرمنې خپل خوریی په تبرګۍ وژلی او خاوند يې ټپي کړى دى.
دا پېښه پرون له غرمې وروسته د بادغیس ولایت مرکز، قلعه نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د باغک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.