نا معلومو کسانو په بادغیس کې یو ځوان په ډزو وواژه

لخوا Aamaj News

په باغيس کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې نامعلومو کسانو يو ځوان وژلى دى.

د بادغيس د امنيې قوماندانۍ وياند د پېښي د پخلي تر څنګ وایي چې دغه ٢٣ کلن ځوان محب‌الله نومېده او د دوشنبې په شپه (د زمري ١٧مه) د بادغيس د مرکز قلعه نو ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې په ډزو وژل شوى دى.

تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل او انګیزه نه ده څرګنده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو لسو ورځو کې د بادغیس په مرکز، قلعه نو ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

auto swiper March 25, 2024 - 2:22 pm

… [Trackback]

[…] Here you will find 74529 more Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/badghis-4/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ