په بادغیس کې یو ځوان د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله ځان وژنه وکړه

لخوا Aamaj News

د بادغیس د پولیسو د امنیت آمریت قومندان غوث‌الدین افغان وایي، چې د وامق په نوم یو ځوان د بادغیس مرکز دریمې ناحیې اړوند قلعه نو سیمه کې ځان وژنه کړې.

افغان زیاته کړې؛ چې یاد ځوان د شهر قلعه نو اړوند خپل ټاټوبي ده سرخک کې ځان وژنه کړې.

که څه هم مسوولین د یادې ځان وژنې له انګېزې څخه بې خبري ښایي؛ خو په بادغیس کې د یاد ځوان خپلوانو آماج خبریال ته د دغه پېښې لامل له بېوزلۍ او بېکارۍ څخه رامنځته شوی رواني وضعیت بللی.

د دغه ځوان د خپلوانو په وینا؛ نوموړی د دولسم ټولګي فارغ و او د تفنګچې په ډز سره چې خپل ژوند پای ته رسولی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ