بدخشان کې د مقاومت کوونکو او طالبانو نښتې درېیمې ورځې ته وغځېدې

لخوا Aamaj News

سیمه‌ییزې سرچینې آماج نیوز ته د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ له سختو نښتو خبر ورکوي.

دغې سرچینې وايي چې دغې نښتې له درېیو ورځو راهیسې د بدخشان په راغستان او یفتل ولسوالیو کې روانې دي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو له ځمکې او هوا عملیات په لاره اچولي دي؛ خو د دوی په وینا تر اوسه بې‌پایلې دي او یو شمېر طالب جنګیالي د یفتل له جګړې تښتېدلي دي.

سرچينې زياتوي چې په دې درې ورځنیو نښتو کې د راغ لوا د یوه کنډک قومندان، قاري سجاد او دراغ لوا د قرارګاه د ټولۍ قومندان، عبدالرحمن انوري په ګډون څو طالبان وژل شوي او تر دې دمه د مقاومت کوونکو هم يو تن وژل شوى او یو بل ټپي دی.

سیمه‌ییزې سرچينې څرګندوي چې په دې وروستيو کې یو شمېر پخواني جهادي قومندانان د دغه ولایت په کران او منجان، راغستان، درواز او يفتل کې د طالبانو په وړاندې درېدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ