سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو د بدخشان ولایت په کتوبالا سیمه کې له ایران څخه څلور راګرځول شوي ځوانان د مقاومت کوونکو په نوم په ډزو وژلي.
سرچینې زیاتوي؛ چې دې ځوانانو وسلې نه درلودې او له پخواني پوځي حاجي حبیب سره د پخوانیو اړیکو له امله وژل شوي.
د سرچینې په وینا؛ دغه څلور ځوانان په تړلو لاسونو سره د بدخشان په تګاب کې د طالبانو د کسانو لخوا وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې نن سهار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی و، چې د مقاومت جبهې څلور ځواکونه د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په لړ کې وژل شوي.