بدخشان کې طالبان: د مقاومت څلور ځواکونه مو ووژل

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس بدخشان ولایت کې له سیمه‌ییزو چارواکو څخه په نقل قول راپور ورکړی؛ چې د مقاومت جبهې څلور ځواکونه په یاد ولایت کې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې وژل شوي.

بدخشان کې طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي چې یاد عملیات نن (سه‌شنبه د غبرګولي ۱۰مه) سهار مهال په تګاب ولسوالۍ کې ترسره شوي.

احمدي زیاته کړې؛ چې دې عملیاتو کې د طالبانو هوایي ځواک قومندان هم ګډون درلود.

مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علی میثم نظري ویلي؛ چې تېره ورځ د یادې جبهې ځواکونو د پنجشېر په آستانه سیمه کې ۱۵ طالب ځواکونه وژلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ