بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، معزالدین احمدي وايي، په دغه ولایت کې د یوه کور چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وينا، یاده پېښه تېره شپه (د لېندۍ ١٥مه) د بدخشان ولايت مايمي ولسوالۍ په زنيف کلي کې رامنځته شوې ده.
طالبانو د دغه کور چت نړېدو لامل پرله پسې واورو او بارانونه بللي دي.