طالبانو د بدخشان پوهنتون زده کړیالان د تراویح لمونځ نه ترسره کولو له امله وهلي او ډبولي

لخوا Aamaj News

د بدخشان پوهنتون زده کړیالان آماج ته وایي؛ چې تېره شپه د امر بل معروف وزارت چارواکي د دوی لیلیې ته دننه شوي او دوی ټول یې د تراویح لمونځ ته د نه تللو له امله وهلي او ډبولي.

د دوی په وینا؛ څه کم درې کسان زدکړیالان د بدخشان مرکز فیض آباد روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې ترینګلی بلل شوی.

خو بدخشان کې یو شمېر زده کړیالان وایي؛ چې طالبانو دوی د تراویح لمونځ ادا کولو سربېره د لمونځ نه کولو له امله وهلي او ډبولي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې موده وړاندې هم د بغلان په خوست فرنګ ولسوالۍ کې هم څو ځوانان د جمعې لمونځ ته د ناوخته تګ له امله وهل شوي او ډبول شوي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ