په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې په دغه ولایت کې یو سړي خپله مېرمن او خواښې وژلې دي.
د سرچينې په وینا، دغه پېښه تېره شپه (شنبه د تلې ٩مه) د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ په وخنده کلي کې شوې ده.
د دې وژنې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
په دغه ولایت کې سیمهییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.