په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه مړه او ټپيان شول

لخوا Aamaj News

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، معز الدين احمدي وايي چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په ​​وينا، دغه پېښه نن سهار (سه شنبه د وږي ٢٩مه) د بدخشان د درایم ولسوالۍ د يامچيانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د يادونې ده چې په تېرو لسو ورځو کې په بدخشان کې دا پنځمه ترافيکي پېښه ده، چې له امله يې شاوخوا ٣٠ کسان مړه او ټپيان شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ