بدخشان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې د یو لنډکروزر ډوله موټر له سړک د وتلو له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی.
دا پېښه تېره ورځ (پنج شنبه د وږې ۲۴مه) مازدیګر مهال د بدخشان ولایت مایمي ولسوالې په غزدره کې شوې ده.
د سرچینې په وینا دې موټر د آغاخان د دفتر کارمندانو پورې تړاو درلود.
د یادې سیمې اوسېدونکي د یادو لارو خرابوالي څخه په نیوکې او د طالبانو نه پاملرنې سره وایي چې یو ښه مسیر نشتون د دې خلکو یوازینۍ بنسټیزه ستونزه ده.