په بدخشان ولایت کې یو بنسټ، تر ٧٠ ډېرو یتیمو او بې سرپرستو نجونو ته د خیاطۍ د حرفوي زده کړې لار چارې برابرې کړې دي.
د «زندګي» په بنسټ کې چارواکي وایي چې یادې نجونې د خیاطۍ د حرفوي زده کړې تر څنګ د حفظ الصحې اړوند مسایلو او بازار موندنې په اړه هم زده کړې ترلاسه کوي.
یادې ډېری نجونې هغه زده کوونکې دي چې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې دي.
یادې نجونې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ښوونځي دروازې یې پر مخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.