بدخشان کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي چې یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان نور ټپیان شوي.
د نوموړي په وینا؛ دا پېښه د یاد ولایت کوهستان ولسوالۍ اړوند دربندک سیمه کې شوې.
نوموړي زیاته کړې؛ چې موټر د فیضآباد ښار لخوا د راغستان ولسوالۍ په لور روان وو چې له سړک وتلی او د یوې ښځې أه ګډون درې کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی او د راغستان ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهیې عنالمنکر دوه محتسبینو په ګډون درې کسان په کې ټپیان شوي.
ترافیکي پېښې په هېواد کې د جګړې او تاوترخوالو تر څنګ مرګونې پېښې شمېرل کېږي.
د موټر چلوونکو نه پاملرنه، په ترافیکي قوانینو نه پوهېدل او د سړکونو خاموالی او خرابوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عمده لاملونو شمېرل کېږي.